وانا 20 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په جنوبي وزيرس??ان كښې د تهري جي او فور جي انټرنېټ سروس پرانستلو اعلان كولو سره وئيلي دي په ترهګرې كښې قبائيلي ضلعې تر ټولو زياتې ځپلې شوي، ځوانانو له روزګار وركولو ته اول پام لرنه كوو ، په قبائيلي ضلعو كښې به سكولونه، ټېكنيكل كالجونه او پوهنتونو??ه جوړوو، د جنوبي وزيرس??ان اولس لپاره تعليم او روزګار لوي چېلنجونه دي، اولس ته به د علاج اسانۍ وركولو لپاره هېلتھ كارډ وركوو، په قبائيلي سي??و كښې د خونه د كروندې انقلاب راولو، د احساس پروګرام له مخې به غريب او مستحقو كسانو سره مالي مرسته كولې شي، د هند حكومت په پاكس??ان كښې پرله پسې انتشار خپرول غواړي، د پي ټي آئي د حكومت فلسفه ده چې پاتې شوې طبقې او وروستو پاتې سي??و ته پرمختګ وركړے شي، وخت به ثابته كړي چې د قبائيلي سي??و د انضمام پرېكړه تر ټولو غوره وه. وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ د كامياب جوان پروګرام له مخې د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله ??ېن?? كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل كومې سي??ې چې وروستو پاتې شوي، زمونږ زياته هڅه ده چې د هغه ځاے خلقو ته هم اسانۍ وركړې شي او دا سي??ې هم پرمختګ وركړي. وزيراعظم ووئيل دلته ووټ ترلاسه كولو لپاره نه يم راغلے او نه داسې لوظونو له راغلے يم كوم چې د انتخابي كمپائن په مهال كېږي. ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې په وروستو پاتې سي??و كښې د پرمختګ، د تعليم او نورې اسانۍ وركړې شي. ده ووئيل د اقتدار نه وړاندې مو نمل پوهنتون جوړ كړے ، هم داسې پوهنتونو??ه جوړول غواړو ځكه چې زمونږ د ټولو نه لوي طاقت زمونږ ځوانان دي. كه ځوانانو ته ښه تعليم او تكنيكي تعليم وركړے شي نو دوي به د خپلې كورنې او د هېواد د پرمختګ ذريعه جوړ شي. ده ووئيل تعليم او روزګار دوه لوي چېلنجونه دي او مونږ ته د دې مقابله كول دي. قبائيلي اولس تل پاكس??ان سره اودرېدلے. په وزيرس??ان كښې د تېرو 15 كلونو په مهال د ترهګرې په ضد جنګ كښې ډېره تباهي شوې. دلته ځوانانو ته تر ټولو زيات روزګار وركول ضروري دي او په دې لړ كښې د كامياب جوان پروګرام له مخې نن دلته چېكونه وركړے كېږي. وزيراعظم ووئيل په قبائيلي سي??و او بلوچس??ان كښې د روزګار وركړې ته مونږ خاص پام لرنه كړې. جنوبي وزيرس??ان لپاره هم مونږ يو لوي پېكج وركړے. وزيراعظم ووئيل په قبائيلي سي??و كښې به اسانۍ باوري كولې شي. د كامياب جوان پروګرام له مخې به راتلونكې كال فنډ لا زيات كړے شي چې دغسې ځوانان روزګار ترلاسه كړے شي. وزيراعظم ووئيل د قبائيلي سي??و اولس د انګرېزانو نه آزادې لپاره تر ټولو زياتې قربانې وركړي او بيا د دې ځاے خلقو په كشمير كښې هم جهاد كړے، د قبائيلي شهيدانو قبرونه نن هم هلته موجود دي. په پنجاب كښې چې كله قتل عام وشو نو مرستې لپاره د دې ځاے خلق تيار وو. د كال 1965م جنګ په مهال د قبائيلي اولس لښكرې تللې وې. هېواد لپاره د دوي د جذبې نه ښه خبر يو. وزيراعظم ووئيل مونږ اسانۍ راپېدا كول غواړو، غواړو چې ستاسو ستونزې دلته په وانا كښې حل شي. په دې لړ كښې به تاسو ډېر زر زېرې واورې. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ځوانانو ته چېكونه وركړل. په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزيراعلٰي محمود خان او د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم موجود وو.