اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په سياسي ډګر حكومت په بشپړه توګه د اعتماد سره ولاړ دے٬د اپوزېشن مخونو څخه پټه لګي چې حالات كوم پلو روان دي٬د اپوزېشن لخوا د پاك پوځ په ضد يو كمپائن چلېږي٬فضل الرحمان٬نواز شريف٬آصف زرداري پاك پوځ كنټرول كول غوښتل٬ډان ليكس٬د هند سوداګرو او نريندر مودي سره د نواز شريف ملاقاتونه او د پاك پوځ په ضد بيانونه د دغې عكاسي كوي٬د شريفې كورنۍ د سازشي سياست لړۍ روانه ده٬د پاكستان خارجه پالېسي آزاده ده٬د پاكستان د خارجه پالېسۍ پريكړه د پاكستان اولس له كول دي٬زمونږ خواهش دے چې د مارچ 23مې نېټې دستورې څخه وړاندې دا سياسي ډرامه ختمه شي٬الحمدلله دا مهال په پاكستان كښې اتحاد او يو والے قائم دے٬د ټولو ادارو او حكومت لخوا اولس ته دا باور وركړو چې د پاكستان خارجه پالېسي به په آزاده او خپلواكه او د هېواد په ګټه وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د هېواد په سياسي صورتحال او د اپوزېشن د بې باورۍ تحريك په اړه مهم پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په بني ګاله كښې د سياسي كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې وزيراعظم وئيلي دي په سياسي ډګر مونږ پوره په اعتماد سره ولاړ يو او د وزيراعظم بيانيه د حكومت سياسي پالېسيو نه هم برېښي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د سياسي كمېټۍ په غونډه كښې چې په كومه خبره تر ټولو زيات د تشويش څرګندونه شوې هغه دا ده چې اپوزېشن يو پوره كمپائن چلوي كوم چې د پاكستان ځواكونو په ضد دے۔ده د مولانا فضل الرحمان د وېډيو كلپ په خبرو مېډيا ته ووئيل فضل الرحمان چې په كومو ادارو كښې د اصلاحات خبره وكړه دا هغه اصلاحات دي د كومو اظهار چې نواز شريف په اقتدار كښې كولو ٬نواز شريف اينډ كمپني تل پوځ د كنټرول كولو هڅه كړې٬ ده ووئېل په پرونې پوښتنه هم نظر واچوۍ نو چې كومه ايجنډا فضل الرحمان لرله هغه هم په پوځ د كنټرول ترلاسه كېدو خواهش وؤ ۔ده ووئيل چې كله د ميموګېټ سكينډل راغلو نو هغه مهال هم دا ډول كمپائن چلېدلے ؤ ٬د ميموګېټ سكينډل كښې دا مهال د صدر آصف علي زرداري د احكاماتو پشمول وېډيو كلب هم مېډيا ته واورلے شو۔د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل د زرداري٬فضل الرحمان او نواز شريف د پاك پوځ مسخر كولو د پخواني خوب عكاسي ډان ليكس او ميموګېټ كلپس څخه كېږي۔ده ووئيل په ډان ليكس كښې هم د دې پوځ د مخالفې ايجنډې انكشاف شوے٬بيا نواز شريف د هند كاروباري شخصياتو او نريندر مودي سره ملاقاتونه وكړل او هندي خبريال بركهادت په خپل كتاب كښې دا انكشاف وكړو چې په كهټمنډو كښې نواز شريف د مودي سره ملاقات كړے كوم چې شيډول نه ؤ ٬دغسې د نواز شريف د نوسي وداه ته بغېر له ويزې مودي پاكستان ته راغلو او دا هغه وخت ؤ كله چې نريندر مودي د پاكستاني پوځ مشر جنرل(ر)راحيل شريف په اړه بيان وركړے ؤ ۔ ده ووئېل د دغې نه پس نريندر مودي پاكستان ته راوبللے شو او كله چې هغه د پاكستان په ځواكونو مهلك بريدونه وكړل نو هغه مهال مودي د نواز شريف د نوسي په وداه كښې ګډون كولو۔ده ووئيل په دې نواز شريف هند ته څه وئېلې دي د دې انكشاف هم د پاكستان پخواني وياند په خپله مركه كښې كړے۔په مركه كښې وئېلي شوي شريفې كورنۍ هند نواز وه ځكه چې د هغوي كاروبار هلته دے٬د حكومت د اوږدې مودې يوه خارجه پالېسي پاتې شوې چې كوم پاكستانے مشر يا سينئر اهلكار هند ته تللو نو د حريت لارښودو سره به يې ملاقات لازمي كولو خو نواز شريف چې كله دهلي ته لاړ نو هغه د كشميري لارښودو سره ملاقات ونه وكړو ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د دغې سازشي كورنۍ سياست دلته ختم شوے نه دے او نواز شريف او د هغه لور مريم نواز هم په بېلو بيانونو كښې په پاك پوځ بريدونه كړي۔هغوي د پوځ په اړه چې كوم بيانونه او نعرې وهلي هغه هم په په دې وېډيو كښې اوګورئ چې پكښې مريم نواز٬پروېز رشيد٬خواجه سعد رفيق او خواجه آصف بيانونه هم اورېدلې شوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د عدم اعتماد چې كوم تحريك وړاندې كړے شوے په دې كښې هغه تور لګولے كېږي چې په اروپائي ائتلاف وزيراعظم تنقيد ولې كړے٬مونږ وړاندې هم د هغوي څخه پوښتنه كړې وه چې د اپوزېشن د اروپائي ائتلاف سره څه رشته ده۔ده ووئيل وزيراعظم ډېره آسانه او ساده خبره كړې او پوښتنه ئې كړې چې كوم خط تاسو پاكستان ته ليكلے آيا هغه هند يا كوم بل هېواد ته هم ليكلے شوے۔ ده ووئيل الحمدلله دا مهال په پاكستان كښې بشپړ اتحاد او يو والے ليدے شي ٬د ټولو ادارو او حكومت لخوا اولس ته دا باور وركړے كېږي چې د پاكستان خارجه پالېسي به خپلواكه او د هېواد په ګټه وي٬ ده ووئېل زمونږ لپاره هم دا ګټه ده چې د مغربي هېوادونو چې كوم بلاك دے مونږ هغوي سره د ښو اړيكو مرستياله يو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زمونږ آئيني سكيم دے په دې كښې پاك پوځ حكومت سره ولاړ وي٬پوځ له به په خپل آئين عمل كول وي او هغه به په دې عمل كوي٬د جهانګير ترين او عليم حان سره هم په رابطه كښې يو او خبرې اترې به كېږي
د اپوزيشن لخوا د پاك پوځ په ضد يو كمپائن چلېږي، فضل الرحمان، نواز شريف او آصف زرداري د پاكستان وسله وال ځواكونه کنټرول كول غواړي۔ د چوهدري فواد حسېن خبري كنفنرس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی