اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي عمران خان په 25 كلنو هڅو كښې هر ډول حالات وليدل ٬ كوم مقام چې د اولس زړونو كښې عمران خان لري بل څوك نه لري٬ د ده حوصله كله كمزورې شوې نه ده۔ ده ووئيل كوم خلك چې دلته موجود دي دا كور ګروپ او د ګوند اثاثه دي او دوئي به يو وارې بيا تاسو وزيراعظم جوړوي۔ ده د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د پارليماني غړو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل نن په پېنډال كښې دا ناست كسان د پاكستان تحريك انصاف د محافظ او د نوي پاكستان ساتونكي دي۔ دوئي كشتۍ سوزلي دي او تاسو سره ولاړ دي۔ ده ووئيل د عمران خان ملګري سرو سره د تللو برابر دي۔ ده ووئيل د آزمائش په وخت د انسان كردار معلومېږي۔ ټول تاسو سره ښه ولاړ وو٬ محافظ وو٬ 24 ساعته به يۍ تاسو نه طواف كولو٬ لېكن دا خاموشه سپاهيان دي٬ تاسو نه لرې دي بيا يۍ هم تاسو هېر كړې نه يۍ۔ مونږ په تاسو وياړ لرؤ۔ ده ووئيل د 36 كلونو نه پارليماني سياست كوم۔ سياسي تجربه مخې ته اېښودلو سره دا وايم چې نن د پاكستان په تاريخ كښی مونږ د يو نوي باب اضافه كوؤ۔ تاسو ټولو ته دې مبارك وي ٬ تاسو په ټاكنو كښې د نوي پاكستان اميد يۍ۔
د وزيراعظم عمران خان ملګري د ګوند اثاثه دي٬ كه لويې څښتن ته منظوري وي هم دا خلك به سياسي قوتونو ته ماتې وركړي او تاسو وزيراعظم جوړولو سره به تاريخ رقم كړي۔ خارجه وزير مخدو شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم