اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد پيپلز ګوند يو تاريخ لري، زمونږ وسله والو ځواكونو او قام په نړۍ كښې د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو زيات کامياب جنګ كړې دې۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره وفاقي وزيري شيري رحمان ووئيل بلوچستان سره چې كله هم حقيقي لارښود خبره كوي نو د هغه خبره ترخه وي او د ترېخوالي په شا يو لويې تاريخ دې۔ ترهه ګر هغه څه كوي كوم لپاره چې د هغوي تربيه شوې وي۔ په نړۍ كښې ترهه ګر د خبرو اترو په وخت وسله اېښودلو سره خبره كوي۔ دې ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پي پي پي يو لويې تاريخ لري۔ سوات عمليات هم مونږ كاميابۍ سره بشپړ كړې ؤ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښی زمونږ 80 زره څخه زيات وګړو او د پاك پوځ ځوانانو قربانۍ وركړې دي۔ شهيدې بينظير بھټو په سوات كښې د پاکستان د بېرغ لګولو غږ پورته ګړې ؤ او د خپل ځان قرباني يۍ وركړه۔ د ترهه ګرو سره هېڅ ډول سمجھوته نه شي كيدې، كوم ترهه ګر چې وسله وغورځوي او د آئين دننه خبره كول غواړي بايد هغوي سره خبره وكړې شي او پكار هم دغسې ده۔ دې ووئيل د ترهه ګرۍ په اړه د پارلمان شريكه غونډه رابللو سره دې د قامي سلامتيا کمېټي جوړه كړې شي او اجتماعي پرېكړې دې وكړې شي۔
زمونږ وسله والو ځواكونو او قام په نړۍ كښې د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو زيات کامياب جنګ كړے دے ۔ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيره شېري رحمان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار