اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د بشري قاچاق مخنيوي لپاره حكومت دوه نوي قوانين نافذ كړي، هيله لرو چې دې قوانين سره به پاكستان كښې د بشري قاچاق خاتمې لپاره مرسته تر لاسه شي۔ وفاقي وزير دا خبرې پاکستان لپاره د امريكې د خارجه وزارت ډپټي اسسټنټ سېکرټرې ليسلي وي ويګيوري سره د زيارت ورځ ملاقات كښې كړي۔ د ملاقات په مهال د پاك امريكې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څړګندونه شوې۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د امريكې خبريال ډينيل پرل قتل کېس كښې د ككړ تورن عمر شېخ، بشري قاچاق او د نشه اي توكو مخنيوي پحقله په اقداماتو او نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ليسلي وي ويګيوري د بشري قاچاق او نشه اي توكو مخنيوي لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه او وې وئيل بشري قاچاق او د نشه اي توكو په كېسونو كښې كاروائۍ لا تندول غواړو۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ووېيل د بشري قاچاق مخنيوي لپاره حكومت دوه نوي قوانين نافذ كړي، هيله لرو چې دې قوانين سره به پاكستان كښې د بشري قاچاق خاتمې لپاره مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل د بشري قاچاق مخنيوي لپاره په پاك افغان پوله ازغن تار هم ډېر موثره ثابېږي٬ پاکستان تېر كال د بشري قاچاق د دوو زرو نه زيات كسان نيولي ۔ داخله وزير ووېيل دغه كسان د كوم رعايت مستحق نه دي، دوي ته به د قانون له مخې سزا ګانې وركولې شي۔ ليسلي وي ويګيوري ووېيل انټرنيشنل نارکوټکس اينډ لا انفورسمنټ (آئي اېن اېل) بېلا بېل قوانين نافذ كولو لپاره د ادارو معاونت كوي٬ هيله لرو چې د نشه اي توكو خاتمې لپاره به په قوانين كښې اصلاحات لپاره معاونت كارګر وګرځي۔ د امريکي ډپټي اسسټنټ سېكرټري ووئيل د ډينئيل پرل کېس كښې د عمر شېخ د خوشې كېدو معاملې ته امريكا ډېر په سنجيدګۍ سره ګوري۔ داخله وزير وئيل د عمر شېخ خوشې كېدو په ضد په سندھ او وفاق كښې اپيلونه دائر شوي او په دې لړ كښې په حكومتي اپېل په سپريم كورټ كښې كاروائي پرله پسې روانه ده او د سپريم کورټ د حتمي پرېكړې په رڼا كښې به معاملې ته كتنه كولې شي۔ ليسلي وي ويګيوري ووېيل د عمر شېخ خوشې كېدو په ضد حكومتي اقداماتو ته په درنه سترګه ګورو۔
داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاکستان لپاره د امريكې د خارجه وزارت اسسټنټ سېکرټرې ليسلي وي ويګيوري وليدل
مضمون کا ماخذ : números dupla sena