اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د ريلوے او هوابازۍ وفاقي وز??ر خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د پټروليم ??صن??عات په بيعه كښې د كمي نه پس د وزيراعظم پاکستان په نقش قدم تللو سره پاکستان ريلويز او قومي ائير لائن پي آئي اے دا ګټه مسافرو ته ورسولو پريكړه كړې ده۔د خالي په ورځ په خبل يو وډيو پيغام كښې ده ووئيل پاکستان ريلويز اکانومي کلاس کرايه كښې 10 فيصده کمې كېږي دغسې د پي آئي اے هېواد كښې دننه پروازونو دواړه كل??سز کرايانو كښې هم 10 فيصده رعايت وركړې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د دې پريكړو اطلاق به انشا الله 17 جولائي نه تر راروانو 30 ورځو لپاره وي۔ده ووئيل په کرايه كښې د کم?? نوټيفکيشن به په 17 جولائي جاري كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا خبره دې ياده وي چې ريلوے كښې 94 فيصده دغسې پي آئي اے كښې 90 فيصده څخه زيات وګړي اکانومي کلاس كښې مزل كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز