اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي)د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې ايوان صدر كښې په قامي رحمت اللعالمين كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو٬خاص مرستيالانو او علماﺀ كرامو ګډون كړے۔په كنفرنس كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري٬د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز٬د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان٬د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مينځني ختيز خاص استازي علامه طاهر محمود اشرفي٬د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم٬د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز٬د سندھ پخوانې وزيراعلٰی ارباب غلام رحيم٬د مذهبي چارو وفاقي سېكرټري سردار اعجاز احمد خان جعفر او وفاقي پارليماني سېكرټري آفتاب جهانګير نه علاوه پارليماني غړو٬ د صوبائي اسمبلۍ غړو٬د ټول هېواد څخه جيد علماﺀ كرام او مشائخ او ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔د كنفرنس موضوع”اتحاد او اتفاق لپاره د جوماتونو٬مدرسو٬خانقاه او امام بارګاه كردار”وه۔د دستورې په پاې كښې په سيرت النبي مقالې او كتابونه ليكوونكو ته اعزازي شيلډ او نغد انعامات هم وركړے شول۔په دې موقع د هېواد پرمختګ او د مسلمانانو اتحاد لپاره دعا وكړې شوه
په ايوان صدر كښې په قامي رحمت اللعالمين كنفرنس كښې د وفاقي وزيرانو٬خاص مرستيالانو او علماﺀ كرامو ګډون
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa