اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف دفاع وزيرخواجه محمد آصف ته د اسلم بھوتاني او خالد مګسي د ګيلو لرې كولو سپارښتنه كړې۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې اسلم بھوتاني د اعتراض په نكته ووئيل پي اېس ډي پي كښې سكيمونو لپاره معقول فنډز نه دې بېل كړے شوے٬ مونږ ته پي ټي آئي عزت نه دے راكړے٬ خواجه محمد آصف ووئيل د اسلم بھوتاني ګيله په ځاے ده، وزيراعظم شهباز شريف د اسلم بھوتاني سيمې ته دوه ځله تللے ٬ ګوادر بشپړېدونكر دے٬ د اسلم بھوتاني مسئله حل شوې ٬ ده ووئېل بلوچستان ډېرې محرومۍ لري هلته زيات پرمختګ پكار دے مونږ به اسلم بھوتاني سره د بلوچستان مسئلې حل كولو هڅه كوٶ۔ خالد مګسي ووئيل د تبديلې مقصد بل څه ؤ خو اوس څه بل څه ښكاري٬ په رويو كښې هم بدلون راغلے٬ ده ووئېل مونږ د ګوند نه هم ګيله لرو ٬ په پرېكړو كښې مونږ نه شاملوي٬ دا ګيلې دې لرې كړې شي۔ د دې په ځواب كښې سپيکر دفاع وزير ته سپارښتنه وكړه چې اسلم بھوتاني او خالد مګسي سره په ګډه مسئلې حل كړې
د قامي اسمبلۍ سپيکر دفاع وزير خواجه محمد آصف ته د اسلم بھوتاني او خالد مګسي د ګيلو لرې كولو سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔